د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ولسمشر له لومړي مرستیال جنرال دوستم سره کتلي دي. ویل کېږي چې دواړو په جوزجان کې له یو بل سره کتلي دي. په دې لیدنه کې پر سوله او ځینو نورو مسایلو خبرې شوې دي خو په دې اړه هېڅ لوري هم تر دې ډېر جزیات نه دي خپاره کړي. دغه لیدنه داسې مهال ترسره کېږي چې له یوې خوا د سولې هڅې روانې دي او له بلې خوا جنرال دوستم د ډاکټر عبدالله د ټیم د نوو اقداماتو ملاتړ پیل کړی دی. دوستم څو ورځې مخکې دا هم ویلي وو چې له طالبانو سره د جګړې په موخه پخپله لومړۍ کرښې ته ځي.