د امریکا بهرنیو چارو وزارت د سوریې په ادلب کې د ترکي سرتېرو پر وژل کېدو د خواشیني څرګندولو تر څنګ اعلان کړی دی چې د ناټو د یو متحد په توګه به په سوریه کې د ترکي ځواکونو ملاتړ وکړي. د اناتولي اژانس د خبر له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي ویلي، دوی په سوریه کې د ترکي سرتېرو ملاتړ ته چمتو دي. هغه زیاته کړې، ترکي سرتېري په ادلب کې د تروریزم ضد مبارزې لپاره ځای پر ځای شوي دي او دوی ژمن دي چې په داسې حالاتو کې د ترکیې ملاتړ وکړي. د یادونې ده چې تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په ټلفوني خبرو کې ویلي، په ادلب کې روان وضعیت اندېښمن کړی دی او دی له روسیې غواړي چې د بشار اسد له ملاتړه لاس واخلي. نوموړي دغه راز د سوریې د بحران پر سیاسي حل ټینګار کړی دی.