د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ډیموکراټانو د هغو ادعاوو غبرګون کې چې ویلي یې دي روسیه هڅه کوي په راتلونکو ټاکنو کې ټرمپ بریا ته ورسوي ویلي، ډیموکراټان لیونیان او ناروغان دي. هغه زیاته کړې، دوی هڅه وکړه چې دی استیضاح کړي خو بریالي نشول اوس به خود ورته څرګندونې کوي. نوموړي زیاته کړې، په ټاکنو کې د روسیې ملاتړ ته اړتیا نلري ځکه چې په وینا یې ټول ملت یې تر شا ولاړ دی. ټرمپ دا څرګندونې د جمعې په ورځ په لاس ویګاس ایالت کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته په خبرو کې کړې دي. ټرمپ زیاته کړې، په هر صورت له روسیې سره ښې اړیکې غواړي خو په ټاکنو کې یې د ده د ملاتړ خبره دروغ او تور دی.