په ایران کې د کرونا ویروس له خپرېدو او پر دې ناروغۍ د اخته کسانو او قربانیانو د شمېر له زیاتوالي سره، د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د دې ناروغۍ د مخنیوي موکه مخ په کمېدو ده.
دا په داسې حال کې ده چې په تازه پېښو کې په ایران کې د کرونا ویروس له امله څلور تنه مړه شوي او لږ تر لږه ۱۸ تنه نور پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.
خو چینایي چارواکو ویلي چې په دغه هېواد کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر مخ په کمېدو دی.
د روغتیا نړیوال سازمان پر نړیوالو هېوادونو غږ کړی چې د دې ناروغۍ د پراختیا د مخنيوي او همدارنګه د نورو احتمالي ناروغانو د درملنې لپاره چمتووالی ونیسي.
د روغتیا نړیوال سازمان دغه څرګندونې داسې مهال دي چې چې تر اوسه په چین او نورو هېوادونو کې څه باندې ۷۷ زره کسان د کرونا پر ویروس اخته شوي دي.
دغه سازمان ويلي، د کرونا ویروس د مخنیوي موکه مخ په کمېدو ده او دغه ویروس کولای شي چې هر ځای ته خپور شي.
د روغتیا نړیوال سازمان رییس ټډروس اډهانوم ګبرېسوس ویلي: «هغه تابیاوې چې چین او نورو هېوادونو نیولې، موږ ته یې له کرونا ویروس سره د مبارزې او د پراختیا د مخنیوي موکه راکړې. موږ له ټولو هېوادونو غواړو چې د دغه ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره خپلو ژمنو ته دوام ورکړي او د هغه وخت لپاره دې چمتو وي چې دغه ویروس خلکو ته لېږدي.»
په ورته وخت کې د لبنان او کاناډا چارواکو هم ویلي، چې دوو تنو چې له ایرانه دغو هېوادونو ته سفر کړی او د کرونا پر ویروس اخته شوي دي.
په جنوبي کوریا او همدارنګه اېټالیا کې هم پر کووېډ نولس یا کرونا ناروغۍ د ځینو اخته کسانو شمېر زیاتوالی موندلی دی.
د دغه سازمان رییس زیاته کړې: «هغه پېښې مو چې په نړۍ کې لیدلې، که څه هم لږ دي؛ خو دا چې په ووهان او چین پورې تړاو نه درلود، د اندېښنې وړ دي.»
بلخوا د روغتیا نړیوال سازمان د ویروسي ناروغیو پر وړاندې د چمتووالي مسوول سیلوي براینډ هم ويلي: «په واقعیت کې وضعیت د بدلون په حال کې دی. نه دا چې یوازې د پېښو شمېر زیاتوالی مومي، بلکې په بېلابېلو برخو کې مو د ویروس د لېږد متفاوتې لارې لیدلې دي.»
له دې ټولو سره سره، د روغتیا نړیوال سازمان او ملګرو ملتونو سازمان، د دغه ویروس د مخنیوي لپاره د چین هڅې ستايي او هیله لري چې دغه مبارزه پایله ولري.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي: «فکر نه کوم چې دا ویروس دې له کنټروله بهر شي. فکر کوم چې دا یوه ستره ستونزه ده چې د چین یو ستر ځواب غواړي.»