په پام کې ده چې د افغانستان او متحده عربي اماراتو لوبډلې نن په خپلو کې د دریو شل اوریزو لوبو لړۍ پیل کړي. د دې لړۍ لومړۍ لوبه به نن پنجشنبه د ماښام په شپږنیمو بجو د ابوظبي په مرکزي لوبغالي کې پیل شي.د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ دوهمه لوبه به د فبروري په ۱۸مه او دریمه او وروستۍ به یې د فبروري په ۱۹ مه نېټه ترسره شي.د څارونکو په باور په دې لوبلړۍ کې د سیالې لوبډلې پر وړاندې د افغانستان د ملي لوبډلې د بریا چانس ډېر دی.