د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سوریې په ادلیب کې د ترکي سرتېرو پر وژل کېدو د خواشینۍ د څرګندولو تر څنګ اعلان کړی، چې د ناټو د یو متحد په توګه به په سوریه کې د ترکي ځواکونو ملاتړ وکړي.
د ترکیې د اناتولي خبري اژانس د خبر له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي ویلي، دوی په سوریه کې د ترکي سرتېرو ملاتړ ته چمتو دي. هغه زیاته کړې، ترکي سرتېري په ادليب کې د تروریزم ضد مبارزې لپاره ځای پر ځای شوي او دوی ژمن دي چې په داسې حالاتو کې د ترکیې ملاتړ وکړي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي وو چې په ادلیب کې روان وضعیت اندېښمن کړی دی او دی له روسیې غواړي چې د بشارالاسد له ملاتړه لاس واخلي. نوموړي دغه راز د سوریې د کړکېچ پر سیاسي حل هم ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د سوریې په شمال کې د سوري او ترکي ځواکونو تر منځ د سختو نښتو راپورونه خپاره شوي چې دواړو لورو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.