د قزاقستان په الماتا او یو شمېر نورو ښارونو کې تر ۱۰۰ زیات کسان چې غوښتل يې د حکومت د سیاسي مخالفانو په یوه لاریون ګډون وکړي، نیول شوي دي.
په قزاقستان کې ډيموکرات ګوند چې له حکومت سره نه دی ثبت شوی، پرون د فبرورۍ په ۲۲مه وویل چې پولیسو يې پلویان چې د ازادۍ شعارونه یې ورکول، نیولي دي.
د قزاقستان په پلازمېنه او نورو لویو ښارونو کې له پرون سهار راهیسې پولیس په لویو لارو او میدانونو کې ولاړ دي.
د رپوټونو په حواله، پولیسو یو شمېر عادي خلک هم له لارو نیولي دي.
د قزاقستان پر حکومت مکرراً نیوکه کېږي چې پر سولهییزو اعتراضونو او مظاهرو بندیز لګوي.