د کابل ښار په ریشخور سیمه کې د اسيا پراختيايي بانک له لوري د شپږ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت جوړ شوی معياري مسلخ پرانیستل شو. د افغانستان د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ سرپرست وزیر د ياد مسلخ د پرانیستې په مراسمو کې وویل په دغه مسلخ کې به څاروي په معياري ډول حلالېږي او خلکو ته به ډاډمنه صحي غوښه وړاندې کېږي. د هغه په وينا په هېواد کې ډېری څاروي په غیر معیاري ډول حلالېږي چې له امله یې انسانانو ته ګڼې ناروغۍ لېږدوي. د یاد مسلخ مسوول نصرت الله يوسفزي وویل دغه مسلخ د شپږ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د اسيا پراختیايي بانک له لوري شاخوا پنځه کاله مخکې جوړ شوی و، خو د ځينو ستونزو له امله یې پرانیسته نه وه شوي. هغه زياتوي، دغه مسلخ په ۲۴ ساعتونو کې د ۳۵۰۰ لویو او ۸۰۰ کوچنیو څارویو حلالولو وړتيا لري.