د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو ویلي چې نن د یاد هېواد د وان په نامه ښار د پنځه اعشاریه اووه رېښتر په کچه زورورې زلزلې لړزولی دی. د نوموړي په وینا دا سیمه د ایران پولې ته څېرمه موقعیت لري او له امله یې د دو ماشومانو په ګډون اووه ترکي وګړي مړه شوي دي. سلیمان سویلو ویلي، په یاده پېښه کې دوه ماشومان او اووه نور کسان مړه شوي او پنځه نور ټپیان دي. سویلو زیاته کړې چې ټپیان نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي او روغتیایي حالت یې د اندېښنې وړ نه دی. د راپورونو له مخې ددې زلزلې ټکان د ایران په تبریز ښار کې هم احساس شوي دي خو مرګ ژوبله یې نه ده اړولې.