افغان نولس کلنه کرکټ ملي لوبډله د بنګله دېش او سریلانکا د نولس کلنو کم عمره لوبډلو پر وړاندې د دوه اړخیزو او درې اړخیزو لوبلړیو لوبولو وروسته نن سهار هېواد ته راستنه شوه. په دې سیالیو کې د افغان کم عمره لوبغاړو پیل او پای دواړه ښه و، د دې سفر په خپله لومړۍ لوبه کې یې بنګله دیش ته ماتې ورکړه او په ورستیو کې یې له سریلانکایي ۱۹ کلنې کم عمره لوبډلې څخه د یو ورځنیو لوبو لړۍ وګټله او له دې بریا سره هیوادته راستنه شوه.