د هند په سوداګریزو سیالیو کې تېره شپه د راشد خان اړوند ګجرات ټیټاینس لوبډلې ډیلي کپیټلز ته ماتې ورکړه. په دې لوبه کې لومړۍ توپوهنه د ډیلي لوبډلې وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۲ منډې جوړې کړې. د ډیلي لپاره «ډېویډ وارنر» تر نورو زیاتې ۳۷ منډې وکړې. په توپ اچونه کې د ګجرات لوبډلې لپاره راشد خان په څلورو اورونو کې ۳۱ منډې ورکړې او درې لوبغاړي یې وسوځول. ګجرات لوبډلې ورکړل شوی هدف د «سای سودرسن» د ۶۲ منډو پرمټ د لوبې په ۱۹م اور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو پوره او سیالي یې وګټله. ټاکل شوې چې نن په یادو سیالیو کې راجستان رایلز له پنجاب لوبډلې سره سیالي ترسره کړي.