اقتصاد وزارت وایي، د افغانستان پر وړاندې د نړیوالې ټولنې بندیزونو د افغانستان پر اقتصادي، سوداګریز وضعت او بانکي چارو منفي اغېزې کړي. یاد وزارت له نړیوالې ټولنې غواړي چې پر افغانستان د فشار پر ځای د تعامل لاره غوره کړي. اقتصاد وزارت زیاتوي، پر افغانستان د نړۍوالې ټولنې فشار او د بندیزونو لګول د هېچا په ګټه نه دي او په وینا یې نړۍواله ټولنه باید د تعامل لاره غوره کړي. د اقتصاد وزارت د مالوماتو له مخې، دمګړۍ د افغانستان په بېلابېلو برخو کې څه باندې ۵۰۰ بهرنۍ مرستندویه موسسې فعالیت لري. له دې سره سم، د ناروې د پناه غوښتونکو شورا وايي، له بندیزونو ناسم تعبیر د افغانستان د سوداګریزو چارو پر وړاندې جدي ستونزې جوړې کړې دي. د دې شورا د کورنیو چارو مسوول زیاتوي، افغانستان یوه اغیزناک اقتصاد ته اړتیا لري. نړۍوال بانک په خپل یوه تازه راپور کې په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان د اقتصاد وده منفي صفر اعشاریه ۵ سلنه ښودلې ده. د دغه راپور له مخې، د افغانستان د داخلي ناخالص تولید کچه د ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۲ کال پورې ۵ میلیارده ډالره راکمه شوې ده.