د هلمند سنګین ولسوالۍ ته ورغلي خبریالان د سیمهییزو خلکو په حواله وايي چې د وړمې ورځې بریدونه په سیمه کې د ملي اردو ځواکونو کړي دي. د هاوان په دغو بریدونو کې ۲۷ ملکي وګړي شهیدان شوي او ۳۵ نور ټپیان دي. ټول شهیدان شوي او ټپیان شوي ملکي وګړي دي چې پکې سپین ږیري او ماشومان هم شامل دي. د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون هم وايي چې د دوی موندنې ښيي، بریدونه د ملي اردو ځواکونو کړي دي. تر دې وړاندې په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو او د هلمند چارواکو ادعا کړې وه چې دا بریدونه طالبانو کړي دي او آن ویلي یې وو چې د ملکي وګړو په منځ کې ځانمرګی برید یا چاودنه شوې ده، خو طالبانو بیا حکومتي ځواکونه د دغه بریدونو مسوول ګڼلي وو.
اوس چې د دغو ملکي وګړو قاتلین معلوم شوي، څه به ورسره وشي، څه باید وشي او څنګه د دغه ډول پېښو د تکرار مخنیوی کېدلی شي؟
په افغانستان کې د جګړې ښکېل لوري چې کله ملکي وکړي ووژني، نو بیا یا یو مخ انکار کوي او پېښه تحریفوي او یا هم پړه پر بل لوري ور اچوي. کله چې پېښه ډېره رسوا شي او د پټولو نه وي، بیا د څېړنو او پلاوو ټاکلو خبره یاده شي، څو د خلکو په سترګو کې خاورې وشیندي. د هېڅ پلاوي د څېړنو پایلې له خلکو سره شریکې نه شوې او نه هم د ملکي وګړو وژونکي له محاکمې سره مخ شول. حکومت او طالبان دواړه وايي چې موږ ملکي وګړي نه وژنو او بیا بیا خپلو جنګیالیو ته دا خبره کوي چې د ملکي وګړو ژوند ته پام وکړئ. له دواړو اړخونو د ملکي وګړو د وژنې مستندې پېښې شته. داسې پېښې شته چې طالبانو ملکي وګړي وژلي دي، دا چې تېروتنه ده او که قصدي، جلا بحث دی، خو طالبان باید په دې اړه خلکو ته ځواب ووايي. ولې دا کار شوی او له عاملینو سره یې څه چلند شوی دی؟ که په دې اړه څوک محاکمه شوي وي او جزا یې لیدلي وي، باید خلک خبر شي. دغه راز حکومتي ځواکونو هم بیا بیا ملکي وګړي وژلي دي. همدا د هلمند او تر هغې وړاندې د بلخ پېښې یې واضح مثالونه دي. اوس دې حکومت ووايي چې ولې یې دا ملکي وګړي وژلي؟ چا وژلي؟ له وژونکو سره به څه کوي او په راتلونکې کې څه ډول د دغه ډول پېښو مخنیوي کوي؟ که ښکېل اړخونه دا کار نه کوي، نو واضح ده چې دوی ته د ملکي وګړي ژوند مهم نه دی. آن دا شک هم کېږي چې دوی به په تېروتنه نه، بلکې په قصدي او شعوري ډول د خپلو سیاسي موخو لپاره ملکي وګړي وژني.
د ملکي وګړو وروستۍ وژنې او بیا پکې ابهام او ګونګوالی پیدا کول ښيي چې ملکیان د سیاسي موخو لپاره وژل کېږي. اوس د دې وخت دی چې د ملکي وګړو د خونديتوب لپاره سیاسي فشارونه زیات شي. ولس باید په دې چاره کې ډېر فعال رول ولوبوي. د بشري حقونو سازمانونه او فعالین هم باید جدي نظارت وکړي او خپل غږ پورته کړي. د دې تر څنګ سیاستوال او سیاسي ګوندونه هم باید په دې چاره کې واضح دریځ ولري او د نظارت تر څنګ په دې برخه کې جدي غبرګون وښيي. تر هغو چې یو پیاوړی څار او جدي غبرګون نه وي، د سیاسي موخو لپاره به د ملکي وګړو وژنې همداسې روانې وي او آن د لا زیاتېدو وېره یې هم شته ده.