د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې ډېر ژر به له افغانستان د ځواکونو وتل پيل شي او د سولې هوکړه به لاسلیک شي. نوموړی چې دمګړی په هند کې دی وایي، د سولې لپاره هيلې زیاتې شوې دي. بلخوا بهرنیو رسنیو د خپلو سرچینو په حواله ویلي چې له ولسمشر غني د لوړې مراسمو د ځنډولو غوښتنه شوې ده. رویټرز خبري اژانس وایي، امریکا وېره لري چې د لوړې مراسمو او ټاکنو د پایلو پر سر شته ناندرۍ به د سولې بهیر زیانمن کړي، نو له همدې امله زلمی خلیلزاد هڅه کوي چې د لوړې مراسم وځنډول شي. افغان سیاسیونو هم د وضعیت د سمولو لپاره هڅې پيل کړې دي، خو تر دې دمه کوم پرمختګ په دې برخه کې نشته.
وروسته له دې چې له طالبانو سره د سولې خبرې مهم پړاو ته ورسېدې، ورسره جوخت د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو پایلې اعلان کړې. دې پایلو د هېواد په ګوټ ګوټ کې ستونزې او کشمکشونه جوړ کړل. ډاکټر عبدالله عبدالله ځان ولسمشر اعلان کړ، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا ولسمشر غني ګټونکی بللی دی. ډاکټر عبدالله په بېړنۍ توګه ځینې والیان هم معرفي کړل، هغه څه چې د ډېرو اړخونو اندېښنې یې پارولې دي. بلخوا د ښکېلو لورو تر منځ د تاوتریخوالي د کمولو اونۍ پیل شوې ده چې مخ پر خلاصېدو ده او ټول اړخونه هڅه کوي چې د سولې هوکړې د لاسلیک لپاره د باور فضا رامنځ ته کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هند د سفر پر مهال ویلي چې ډېر ژر به د سولې هوکړه لاسلیک شي. د ده په خبره، اوس ټول په یوه خوله د دې غوښتونکي دي چې په افغانستان کې روانه جګړه د خبرو له لارې حل شي او بهرني ځواکونه له دغه هېواد ووځي. ټرمپ زیاته کړې چې په دې وروستیو ورځو کې په افغانستان کې جګړې کمې شوې دي، تاوتریخوالی کم دی او دې مسئلې د سولې لپاره هیلې نورې هم ډېرې کړې دي. ټرمپ ټینګار کړی چې په نږدې ورځو کې به په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر راکم کړي او د وتلو بهیر به یې هم پيل شي.
د امریکا ولسمشر تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې ډېر ژر به له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک کړي. نوموړي په هند کې دا هم ویلي چې هند هم د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړې د لاسلیکولو ملاتړی دی. بهرنیو رسنیو هم ویلي چې له افغانستانه د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو وتل د ټرمپ او طالبانو ګډ هدف دی او دواړه لوري هڅه کوي چې دې موخې ته ورسېږي.
بلخوا رویټرز ته دوو باوري سرچینو ویلي چې امریکا له ولسمشر غني د لوړې مراسمو د ځنډولو غوښتنه کړې ده. سرچینه وایي، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هڅه کوي چې د ډاکټر عبدالله عبدالله او ولسمشر غني تر منځ رامنځ ته شوی کشمکش ختم کړي او دواړه لوري دې ته وهڅوي چې د سولې هوکړې تر لاسلیک پورې د لوړې مراسمو وځنډوي او خپلې ناندرۍ پای ته ورسوي. خلیلزاد په دې تړاو له دواړو لورو سره خبرې همه کړې دي. رویټرز زیاتوي، امریکا وېره لري چې داسې نه روان کشمکش د سولې بهیر زیانمن کړي، نو ځکه ټینګار کوي چې دواړه لوري باید اختلافات پای ته ورسوي.
له دې سره جوخت افغان سیاسیونو په تېره پخواني ولسمشر حامد کرزي او استاد سیاف هم هڅې پیل کړې چې د دواړو لورو تر منځ رامنځ ته شوی کشمکش ختم کړي. استاد عبدالرب رسول سیاف وايي، د افغانستان د سولې مسئله مهم پړاو ته رسېدلې ده، نو افغان سیاسیونو ته پکار ده چې پر دې مسئله یوه ملي او د ټولو خواوو د منلو وړ اجماع رامنځ ته کړي. د ده په خبره، بین الافغاني سوله د ملي اجماع له رامنځ ته کېدو پرته ناشونې ده او باید په روانو اختلافاتو رامنځ ته شوی فرصت ضایع نه شي. استاد سیاف وایي چې بین الافغاني خبرې به د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې تر لاسلیک وروسته پيل شي.