د هند په سوداګریزو سیالیو آی پي اېل کې افغان لوبغاړي راشد خان او نور احمد لکڼوال یو ځل بیا ښه وځلېدل. د دغو سیالیو په لړ کې د راشد خان لوبډلې ګجرات خپله اوومه لوبه له ممبۍ انډینز سره ترسره کړه، ددې لوبې پچه ممبۍ وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. د ګجرات لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدلو ۲۰۷ منډې جوړې کړې او سیالې ډلې ته یې د ۲۰۸ منډو هدف ورکړ. د ممبۍ لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او په ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدلو یې ۱۵۲ منډې جوړې کړې، دغه راز ګجرات دا لوبه د ۵۵ منډو په توپیر سره وګټله. د ګجرات له لوري راشد خان دوه او نور احمد لکڼوال درې لوبغاړي وسوځول.