د هند کرېکټ غوره ليګ د تېرې شپې لوبه کې چې د لکنو سوپر جاينټز او پنجاب سوپر کېنګز تر منځ وشوه افغان توپ اچوونکي نوين الحق دری وېکټې واخيستې. د نوين الحق لوبډلې لکنو د پچې له ګټلو سره لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او پنجاب ته يې د ۲۵۸ منډو هدف وټاکه چې دا د هند غوره ليګ کې د تر ټولو ډېرو منډو دويم ریکارډ دی. پنجاب ونشو کړی یاد هدف پوره کړي او ټوله لوبډله د ۲۰۱ منډو په جوړولو سره وسوځېده. سږني ای پي اېل کې د نوين الحق تر څنګ راشد خان، فضل الحق فاروقي، رحمان الله ګوربز او نور احمد لکڼوال هم د بېلابېلو لوبډلو لپاره لوبېږي.