د هندوستان غوره لیګ په ۴۳مه سیالۍ کې چې د لکنوسوپرجاینټز او رایل چلینجرز بنګلور ترمنځ ترسره شوه، نوین الحق پهکې ۳ لوبغاړي وسوځول. دغه سیالۍ چې د مې په لومړۍ نېټه وه، بنګلور لوبډلې د ۱۲۷ منډو هدف ټاکلی و چې لکنو لوبډلې د ټولو وېکټو په تاوان په ۱۹.۵ اورونوکې ۱۰۸ منډې وکړې او سیالي یې وبایلله. په یادې سیالۍ کې افغان لوبغاړي نوین الحق په ۴ اورونو کې ۳۰ منډې ورکړې او ۳ وېکټې یې واخيستې. هغه په توپوهنه کې هم ۱۳ منډې وکړې.