د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړي استازي او مرستيال يې هان جنګ پر ځايي وخت د مې له ۵مې نه تر ۶مې نېټې پورې په بلنې سره د برېتانيا په پلازمېنه لندن کې د دغه هېواد د پاچا درېيم چارلز د تاج په سرولو په مراسمو کې ګډون درلود.
ښاغلي هان جنګ پاچا درېيم چارلز ته د رئيس شي جين پينګ نيکې هيلې او سلامونه وړاندې کړل او د برېتانيا د مناسبو ترتيباتو له امله يې ور څخه مننه څرګنده کړه.
پاچا درېيم چارلز ور سره د کتنې پر وخت ويلي چې د برېتانيا او چين اړيکې خورا مهمې دي او هيله يې وښوده چې دواړه خواوې د کاربن کمې ايستنې، دوام لرونکي پرمختګ او اقليمي بدلون په شمول زياتو برخو کې همکارۍ لاپسې زياتې کړي. هغه په زرغونتوب کې د چين د لارښوونکي رول دوام لرلو ته سترګې په لار دی.
د چين د دولت د رئيس مرستيال هان جنګ په برېتانيا کې د دغه هېواد له لومړي وزير او وليعهدر سره هم لنډې کتنې وکړې.
( سپوږمۍ)