داسې ښکاري چې د بین الافغاني خبرو پر وړاندې شته خنډونه له منځه تلونکي دي او ژر به د افغانانو ترمنځ د سولې لومړنۍ غونډه په دوحه کې وشي. د خلیلزاد په وروستي سفر کې هڅه شوې چې دې غونډې ته لاره هواره شي. له اشرف غني او عبدالله سره د خلیلزاد له خبرو وروسته اوس پلان دی چې ژر پاتې نور بندیان هم خوشې شي او ورسره سم افغان پلاوی د خبرو لپاره دوحې ته ولاړ شي، څو د جولای په ۱۵مه نېټه په کېدونکې بین الافغاني خبرو کې برخه واخلي. د دې تر څنګ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې د سولې خبرو د چټکتیا او د بین الافغاني خبرو د ژر پېلېدو په موخه روانه اونۍ د دریو “مهمو” غونډو کوربهتوب کوي. د دغه وزارت په خبره، په دریو واړو غونډو کې به د پاکستان او چین په ګډون د ځینو مرستندیو هېوادونو استازي هم برخه واخلي. ټاکل شوې لومړنۍ غونډه به سبا دوشنه په کابل کې وشي.
د بین الافغاني خبرو پر وړاندې ډېر خنډونه جوړ شول چې له امله یې دا خبرې درې نیمې میاشتې وځنډېدلې. له دې سره جګړې دوام وکړ او د زرګونو افغانانو ژوند یې واخیست. اوس چې دا خنډونه له منځه تلونکي دي او بین الافغاني خبرې پیلېږي، تمه ده چې په دې خبرو کې مهم پرمختګونه وشي. هغوی چې د خبرو د پیل پر وړاندې یې خنډونه جوړول، هڅه به وکړي چې د خبرو په پرمختګ او بریا کې هم ستونزې او خنډونه جوړ کړي. له همدې امله پکار ده چې په ټول توان د دغو مخربینو مخه ونیول شي. د بین الافغاني خبرو په لومړۍ غونډه کې باید پر اوربند بحث او توافق وشي او که دا کار وشي، نو دا به په واقعي مانا یو لوی او مهم پرمختګ وي او د جګړهخوښو شوم پلانونه به ورسره شنډ شي.
اوس پکار ده چې ټول تمرکز د بین الافغاني خبرو پر بریالیتوب وي. اوږده جګړه شوې، ورانی شوی، فاصلې زیاتې دي، چې د دغو فاصلو کمول او ختمول سخت کار دی، خو ناشونی نه دی. له همدې امله سخت کار، ډېرې حوصلې، انعطاف او قربانۍ ته اړتیا ده چې دا فاصلې ختمې شي. د دې لپاره چې دا خبرې ښه پرمختګ وکړي او بالاخره بریالۍ شي، باید د ولسي فشار یو ځواک جوړ شي چې پر دواړو اړخونو دوامداره او معقول فشار جاري وساتي، څو انعطاف او قربانۍ ته تیار وي. ولسي فشار باید هغه کړۍ هم له پښو وغورځوي چې د سولې په روانو خبرو کې د خنډونو د جوړولو هڅه کوي. د دې تر څنګ په روانو خبرو کې لوی او اساسي خنډونه چې حل کول یې ستونزمن دي، باید ولسي رایې ته پرېښودل شي. د بېلګې په ډول پر اساسي قانون او د نظام پر ډول توافق به ستونزمن کار وي، خو ښه ده چې په دې اړه وروستۍ پرېکړه ولس ته پرېښودل شي، څو د ټولپوښتنې یا لویې جرګې له لارې وروستۍ پرېکړه وکړي.
اوس چې بین الافغاني خبرو ته نږدې شوي یو، نو اړتیا ده هر څوک چې په دې خبرو کې د پرمختګ او بریا لپاره هر څه کولی شي، باید ویې کړي، ځکه چې دا زموږ ټولو دنده ده چې دا خبرې بریالۍ شي او په افغانستان کې روانه جګړه ختمه شي.