ناټو وایي افغان سیاستوال دې له داسې اقداماتو لاس واخلي چې بې ثباتي رامنځ ته کوي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي دوی د خلکو رایو او ټاکنو ته درناوی لري خو افغان سیاستوالو ته په کار ده چې پر سوله تمرکز وکړي او له داسې اقداماتو لاس واخلي چې بې ثباتي رامنځ ته کوي. دده په خبره افغان سیاستوال باید دې ته متوجه وي چې افغان سوله مهم پړاو ته رسېدلې ده نو هېڅ داسې اقدام د افغانستان په خیر نه دی چې هغه د بې ثباتۍ سبب شي. نوموړي پر افغانانو هم غږ کړی چې د سولې لپاره خپل یووالی وساتي او د جګړې د له منځه وړلو لپاره په خپلو کې سره یو شي. هغه یو ځل بیا ټینګار کړی چې ناټو د افغان ځواکونو ملاتړ، روزنې، تجهیز او پیاوړتیا ته ژمنه ده او تر څنګ یې د سولې په برخه کې هر ډول همکاري کوي.