بلخ د افغانستان د شمال له مهمو ولايتونو څخه دی، چې د هېواد په کچه په لومړۍ درجه ولايتونو کې راځي. د دغه ولايت مرکز مزارشريف د سوداګريز او سياسي ارزښت له مخې د شمال د مرکزي ښار حيثيت پيدا کړی دی، چې له کابل ښار څخه د شمال پر لويه لاره د ميمنې او پلخمري ښارونو تر منځ پروت دی.
بلخ ولايت د ختيځ عرض البلد په ۲۹ درجو او ۳۱ دقيقو او د شمال طول البلد په ۶۸ درجو او ۲۸ دقيقو کې پروت دی. دغه ولايت شمال لور ته له تاجکستان او ازبکستان هېوادونو سره د افغانستان پوله جوړوي، ختيځ ته يې کندوز او سمنګان ولايتونه، لوېديځ ته يې جوزجان ولايت او سوېل ته يې سرپل او سمنګان ولايتونه پراته دي.
د بلخ پراخوالى ۱۶۸۴۰ كيلومتره مربع دی چې د ټول هېواد ۲،۸۴ سلنه پراخوالی جوړوي. د وګړو شمېر يې څه کم ۲ میلیون تنه اټكل شوى، چې ۶۰ سلنه يې په کليو او ۴۰ سلنه يې په ښارونو کې مېشت دي. بلخ د اقليم له مخې په اوړي کې په پوره توګه تود او په ژمي کې يې هوا ډېره سړېږي. د پسرلي موسم يې په عمومي توګه مرطوب او باراني وي، چې د تودوخې درجه يې تر ۴۳ سانتي ګراد پورې رسېږي؛ خو په ژمي کې ډېره سړه هوا لري چې د سلواغې په مياشت کې یې د تودوخې درجه (۲ـ) سانتي ګراد ته ښکته کېږي. بلخ د اداري وېش له مخې پر مزارشريف ښار او حيرتان بندر سربېره، ۱۴ولسوالۍ لري: نهرشاهي، دهدادي، بلخ، دولت اباد، چمتال، شولګر، چهاربولک، کشنده، زارې، چارکنت، شورتپه، کلدار، مارمل او خلم. بلخ د افغانستان له هغو ولايتونو دی، چې نږدې ټول ياد قومونه په کې ژوند کوي.
بلخ د خپلې تاريخي، علمي او فرهنګي مخينې سربېره، اوسمهال هم د هېواد او سيمې په کچه په فرهنګي او علمي حوزو کې شمېرل کېږي. د تاريخ په بېلابېلو پړاوونو کې د بلخ پر ځمکه زردشت، يما، جلال الدين محمد بلخي، رابعه بلخي، ناصر خسرو بلخي، ابن سينا، دقيقي بلخي او نورو علمي او فرهنګي شخصيتونو ژوند کړی، چې خورا فرهنګي او علمي کارونه يې تر سره کړي دي، خو په معاصره دوره کې په ۱۳۰۰ لمريز کال د بيدار په نامه د دولتي خپرونې په چاپېدو سره په کې فرهنګي هلې ځلې په رسمي بڼه پيل شوې. په بلخ ولايت اوسمهال زيات شمېر فرهنګي ټولنې شته چې د دغه ولايت ډېری ځوانانو ته يې د ادب په برخه کې د روزنې ښه زمينه برابره کړې ده.
بلخ ولايت چې څه باندې ۶۰۰۰ کلن او له اسلام څخه مخکې تاريخ لري، ډېرې تاريخي سيمې او تاريخي ابدې هم لري؛ خو ورته د نه پاملرنې او ور اوښتو طبيعي زيانونو له امله ډېرې ابدې او تاريخې سيمې يې مخ په خرابېدو دي. د نړۍ یوه مهمه لرغونې سوداګريزه لار ((وريښمو لار)) د بلخ له سينې تېره شوې، چې سوېل لور ته هند، له لوېديځه ايران او له ختيځ څخه چين ته غځېدلې. د دغه لارې نښې نښانې اوس هم شته. بلخ چې د خپلې تاريخي مخينې له امله د نړۍ د دويم ښار لقب ورکړل شوی، لا هم په کې هغه نښې نښانې د تاريخي ابداتو په توګه پاتې دي، چې د دغه ولايت د څو زره کلن تاريخ شاهدي ورکوي.
د بلخ ولايت د اطلاعات او فرهنګ رياست په چوکاټ کې په ۱۳۱۷ لمریز کال کې موزيم جوړ شو، خو په ۱۳۶۰مه لسيزه کې دغه موزيم د جنګي زيانونو د اوښتو له وېرې کابل ته ولېږدل شو، چې هلته هم له جنګونو په امان نه شو. په دغه موزيم کې له اسلام څخه مخکې د اسلام او د معاصرې دورې اسلامي، تاريخي، فرهنګي او علمي اثار وو. کتابي نسخې، د اخمانشيانو او يوناني باختري دورې طلايي سيکې، جنګي اسباب، تورې او ډالونه، لرغوني اثار لکه سترې سترې تېږې او داسې نور اثار هلته راټول شوي وو. د دغه موزيم د لېږد پر مهال ځينې اثار چې وزن يې ډېر و؛ په بلخ کې پاتې کړای شول، چې د هغو له ډلې څخه د امير عبدالرحمان خان د دورې د افغانستان د سمنګان ولايت جوړ شوی جنګي توپ دی، چې اوس هم د بلخ ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په انګړ کې ايښودل شوی. له دې پرته د مزارشريف د حضرت علي کرم الله وجهه په مبارکه روضه کې هم يو موزيم شته، چې سلګونه اثار په کې خوندي دي. په دغه موزيم کې هم اسلامي او ځینې لرغوني اثار ځای پر ځای شوي.
بلخ د خپل ۶۰۰۰ کلن تاريخ په اوږدو کې بېلابېل علمي، سياسي، فرهنګي، ادبي او قومي خلک روزلي چې دغه ولايت ته يې نه يوازې د افغانستان په کچه؛ بلکې د نړۍ په کچه شهرت ورکړی دی. په دغه برخه کې د زردشت او د مولانا جلال الدين محمد بلخي نومونو يادونه کولی شو، چې نړيواله شخصيتونه دي.
په بلخ کې رسنيزو فعاليتونو هم د پخوا په پرتله ډېره وده کړې ده، په دغه ولايت کې اوسمهال دولتي او نادولتي تصويري، چاپي او غږيزو رسنيو شمېر زیات شوی.
بلخ سربېره پر دې چې تاريخي، علمي او فرهنګي اوږده مخينه لري، د ولسمشر کرزي د دورې له پيله تر دې دمه په کې د پوهنې په برخه کې خورا ډېر کار شوی او ځوانانو ته یې د زده ګړو زمینه برابره کړې ده.
بلخ ولايت د صنعت په برخه کې د قالينو په توليد کې د هېواد په کچه ځانګړی ځای لري. د دغه ولايت له مرکز مزارشريف سربېره په کلدار او شورتپه ولسواليو کې دغه صنعت ډېره وده کړې ده. په دغه ولايت کې نږدې ۱۱۰ شرکتونه د قالينو د اوبدلو او سوداګرۍ پر چارو بوخت دي. په دغه ولايت کې نږدې ۲۵۰۰۰ تنه د قالينو د اوبدلو له لارې د ژوند اړتياوې پوره کوي. په دغه ولايت کې زرګري، خامکدوزي، مرۍ دوزي، غاړکۍ جوړونه، ښځينه جامې، د کور زينتي سامانونه له مهمو صنعتونو څخه دي، چې ډېری يې د ښځو له لوري تر سره کېږي. ترکاڼي هم د دغه ولايت له مهمو صنعتونو څخه ده. خو له تېرې لس کلنې دورې وروسته د ترکاڼۍ صنعت هم يو څه پرمختګ کړی دی. اوس نو د دغه ولايت ترکاڼ يوازې په اره او تېشه کړکۍ او دروازې نه جوړوي، بلکې له نويو عصري- برېښنايي وسايلو څخه ګټه اخلي او د تېر په پرتله په ښه توګه توکي برابروي. پوستين ګنډنه هم په بلخ ولايت کې له پخوانيو صنعتونو څخه ګڼل کېږي، چې په اوس وخت کې يې د خلکو د نه کارونې له امله د پوستين ګنډنې صنعت هم له منځه تلونکی دی. دغه صنعت د دغه ولايت په لرې پرتو سيمو کې چېرې چې په ژمي کې هوا ډېره سړېده او له ښاره لرې به خلک اوسېدل، نو د ژمي له سړو څخه د مخنيوي په موخه به يې د څارويو له پوستکو څخه پوستين جوړاوه. که څه هم په بلخ ولايت کې پخواني صنعتونه د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي، خو د ښځو تر منځ لاسي صنعت بيا په پوره توګه پرمختګ کړی دی. په مزارشريف ښار کې پر شاديان سړک د ښځو ځانګړی سوداګريز مارکېټ دی، چې ډېری مېرمنې په کې لاسي صنايع پلوري.
بلخ د تېرو لسو کلونو په اوږدو کې د فابريکو په برخه کې خورا ښه پرمختګ کړی دی، په دغه ولايت کې ډېری فابريکې د خوراکي توکو لکه، د غوړيو، د څښاک توکو، اوړو، بیسکټو، پاپړو، شيريني بابو او داسې نورو فعالې دي. په دغه ولايت کې په درېيمه ګټهګورۍ کې د تعميراتي موادو د جوړولو فابريکې هم ډېرې دي.
بلخ ولايت د نورو هراړخيزو ارزښتونو تر څنګ د کانونو په برخه کې هم د افغانستان خورا غني ولايت دی. په دغه ولايت کې په دې وروستيو کې د کانونو وزارت او د امريکا د تحقيقاتي مرکز په مرسته د شوې سروې له مخې، د بلخ شمال لور د امو سيند په اوږدو کې، چې پيل يې له چهاربولک ولسوالۍ څخه کېږي، د نفتي موادو ۶ کانونه کشف شوي، چې د نفتي موادو د شتون کلنى اټکل يې ۶،۸ ميليونه بېلره شوی.
د دې تر څنګ، په دغه ولايت کې د لسګونو معدنونو سربېره د ګازو، د مالګې او د شيشک (هغه مواد چې د شيشو په جوړښت کې ورځنې کار اخيستل کېږي) عمده کانونه شته.
د بلخ ولايت مرکز مزارشريف ښار د خپل موقيعت په مرسته د هېواد په کچه په سترو سوداګريزو ښارونو کې راځي. د دغه ښار د سياسي او فرهنګي ارزښت تر څنګ د حيرتان بندر شتون او پرې پرته د اقينې بندر لارې مزارشريف ته سوداګريز ارزښت ورکړی. د حيرتان بندر له لارې د افغانستان صادرات د پول له لارې په رېل او د امو سيند له لارې په کښتيو کې صادرات او واردات کېږي. له دغه بندر څخه د صادراتو په برخه كې وچه مېوه او د وارداتو په برخه كې نفتي مواد، لرګي او نور ساختماني توکي وړل او راوړل كېږي. په حيرتان بندر كې افغان سوداګرو هم د ياد وړ پانګونه کړې چې ډېره يې د نفتي توکيو د بنسټونو په برخه كې ده. دغه صادرات د ازبکستان له لارې د منځنۍ اسيا هېوادونو تر څنګ اروپايي هېوادونو ته هم استول کېږي.
د دغه ولايت نږدې ۷۵ سلنه وګړي پر کرنه بوخت دي او له همدې لارې د ژوند اقتصادي تشه ډکوي. دغه ولايت که څه هم د پراخو دښتو لرونکى دی، خو د اوبو د کمښت له امله يې کرنيزه ځمکه هم ټوله نه کرل کېږي. په دغه ولايت کې د روانو دوو سيندونو شولګر او بلخاب اوبه تر دې کمې دي، چې د آبي ځمکو د خړوب تر کچې اوبه هم په کې نه برابرېږي.
په بلخ کې ډېری وخت کروندګر په سيمو کې د باراني اوبو د تم کېدو په موخه سترې سترې کندې جوړوي او کرنيزې ځمکې پرې خړوبوي. غنم د بلخ ولايت له مهمو حاصلاتو څخه ګڼل کېږي، چې ورپسې پنبه، وربشې، جوار او وريجې د دغه ولايت د مهمو کښتونو ځای خپلوي. د مېوو په برخه کې پسته د دغه ولایت له مهمو کښتونو څخه ده؛ خو تر څنګ يې دغه ولايت د انګورو او خوږو خټکيو په کښت کې هم ښه نوم لري. پر دې سربېره، په دغه ولايت کې بېلابېلې مېوې لکه زردالو، الو، ، بويي، مڼې، بادام، توت، شفتالو، هندواڼې، ګيلاس، انځر او داسې نورې هم شته. دغه ځمکې د غلو دانو او سبزيجاتو د حاصلاتو له پلوه هم بې سارې دي، غنم، وربشې، لوبيا، کنجد، زغر، زيره، نخود، عدس او د سبزيو په برخه کې لکه لېړو، ګلپي، مرچ، کچالو، پياز، مولۍ، ګازرې، ګندنه، نعنا، ګشنيز، کدو، بادرنګ، تره، کرم، شلغم، رومي او تور بادنجان او داسې نور د دغه ولايت کرنيز حاصلات جوړوي.
په بلخ ولايت کې د تېرو لسو کلونو په اوږدو کې د پخوانيو دوديزو لوبو تر څنګ عصري لوبو هم ښه پرمختګ کړی. په دغه ولايت کې د نارينه وو تر څنګ د نجونو تر منځ هم د لوبو لېوالتيا ورځ تر بلې ډېرېږي. په دغه ولايت کې په دوديزو لوبو کې له ټولو ډېره عامه لوبه، چې لا هم ډېر مينه وال لري، وزلوبه (بزکشي) ده. دغه لوبه د مزارشريف ښار سوېل لور ته ستر لوبغالى لري، چې په ملي ورځو او مني موسم کې په خورا شور تر سره کېږي. د دې تر څنګ لا هم د دغه ولايت په کليو کې د زلمکيانو تر منځ د هېواد عامې دوديزې لوبې لکه، غېږنيونه، منډې، تيږه اچونه او داسې نورې تر سره کېږي. په عصري لوبو کې فوټبال، کرکټ، ټېبل ټينس، واليبال، سکېټ، سوک وهنه، تيکواندو، کانفو، زيبايي اندام او داسې نورو هم ډېر مینه وال پيدا کړي دي.