د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر نن په ارګ کې د یوې غونډې پر مهال ویلي، چې اوس نړۍ غواړي افغانستان د اقتصاد محور او د سیمې د هېوادونو د وصل په نقطه بدل شي. نوموړي دغه راز زیاته کړې ده، چې افغانستان له ټولې نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او اوس مهال هم د دوی اړیکې له ګاونډیو هېوادونو سره ساری نه لري.