د طالبانو د پاتې شپږ سوو بندیانو په تړاو لانجې یو ځل بیا د بین الافغاني خبرو د پیل پر وړاندې خنډونه پیدا کړي دي. وروستي معلومات دا دي چې د حکومت دغه دریځ چې ۶۰۰ طالب بندیان به نه خوشې کوي، د دې سبب شوی چې د جولای په ۱۵مه کېدونکې بین الافغاني خبرې تر نامعلومې نېټې وځنډول شي. په دې خپرونه کې مو پر همدې موضوع خبرې کړې دي. د بحث مېلمانه مو دي، د سیاسي چارو شنونکی فیض الله ساپی او لیکوال او د سولې فعال قاضي نجیب الله جامع. د خپرونې کوربه اسد وحیدي دی. بشپړه خپرونه دلته اورېدلای شئ.
.