د ترکیې دفاع وزارت ویلي چې په پلازمېنه انقره کې د توغندیو د جوړېدو په فابریکه کې چاودنې پنځه کارګر وژلي دي. دا چاودنه نن د ‘ایم کې اي’ توغندیو او چاودېدونکو توکو په فابریکه کې وشوه. ياده فابریکه له انقرې څخه شاوخوا څلوېښت کیلومتره لرې ده. د انقرې والي واسیپ ساهین ویلي، د ژغورنې هڅو ته اړتیا نهشته ځکه چې نه څوک ایسار شوي او نه هم څوک ټپي شوي چې روغتون ته انتقال شي.