افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان د تاوتریخوالي کموالي روان بهیر ته خوشبیني ښيي. جنرال سکاټ میلر د ملي اردو د ترهګرۍ ضد واحد له سرتېرو د لیدنې پرمهال وویل، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د توافق په اساس عملاً د تاوتریخوالي د کموالي بهیر له نږدې ګوري او دې کار د افغانستان خلکو ته هیلې بښلې دي. سکاټ میلر وايي هغه څه چې تمه وه عملا یې ګوري او د تاوتریخوالي د کموالي بهیر په سمه توګه روان دی. نوموړی دغه راز وايي چې افغان ځواکونه تر پخوا پیاوړي شوي دي او دوی کولی شي له خپل هېواد او خپلې خاورې په سمه توګه دفاع وکړي. په همدې حال کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد وایي هیله لري، چې د تاوتریخوالي د کموالي دغه بهیر په دایمي اوربند او سوله بدل شي.