د فلسطين ولسمشر محمود عباس د جون له ۱۳مې څخه چين ته خپل ۴ ورځنی سفر پيل کړی. نوموړي په روان کال کې د عربي هېوادونو له مشرانو څخه لومړی مشر دی، چې له چين څخه رسمي ليدنه کوي او د چين د ښه ملګري په توګه بلل کيږي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون د ۱۴مې په ماسپښين له عباس سره خبرې اترې وکړې او دواړو مشرانو د چين او فلسطين ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د جوړېدو اعلان وکړ. د بهرنۍ ټولنې په اند، دغه پرېکړه د چين او فلسطين ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره د لوړې کچې طرحه ده او د بېلا بېلو برخو همکارۍ به نوې مرحلې ته ورسوي. د شي جين پينګ دری فقره ييز وړانديز ښيي، چې چين د ملي حقونو د اعاده کولو په اړه د فلسطينيانو د عادلانه چارو ټينګ ملاتړ کوي.
د چين په نظر، د فلسطين مسئلې د حل لپاره بايد د ۱۹۶۷م کال د سرحدي کرښې پر بنسټ د ختيځ بيت المقدس په پلازمېنې کې د فلسطين هېواد جوړ شي، چې دغه هېواد پوره ملي حاکميت ولري او خپلواک وي. دغه نظر د عربي سولې لپاره له مهمو موضوعاتو سره برابر دی، يعنې د نړيوالې ټولنې په قول د دوو هېوادونو پلان دی.
چين پر دې ټينګار کوي، چې د اقتصاد او د خلکو د ژوند په برخو کې باید د فلسطين اړتياوې تامين شي او نړيواله ټولنه بايد د پرمختګ او بشر دوستۍ په چارو کې له فلسطين سره مرستې زياتې کړي. د چين دغه وړانديز د واقعيت پر بنسټ ولاړ او اغېزمن دی.
بر سېره پر دې، چين دې ته اشاره کړې، چې خبرې اترې بايد په پیاوړي ډول پر مناسب لوري لاړې شي. دا د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د مسئلې د حل لپاره يوازېنۍ لاره ده.