د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون د ۲۷مې نېټې په مازديګر په بېجينګ کې د باربادوس له صدر اعظمې ګرنټ موتلي سره وکتل چې اوس له چين څخه په خپلې رسمي ليدنې بوخت دی.
شي جين پينګ د خپلې وينا په ترڅ کې پر دې ټينګار وکړ چې چين او باربادوس دې خپلمنځي سياسي متقابل باور ټينګ کړي، د يو بل د مرکزي ګټو او د پام وړ مهمو مسئلو کې دې متقابل تفاهم او ملاتړ ته د دوام ورکړي. چين به د پخوا په شان په دوامداره توګه د باربادوس له حاکميت، خپلواکۍ او پرمختيايي لارې ملاتړ وکړي او نيت لري چې د باربادوس له حکومت، تقنيني ارګان، سياسي ګوندونو سره د حکومتولۍ او اړوندو تجربو په برخو کې نظر تبادله پياوړې کړي. چين او باربادوس دواړه پرمختيايي هېوادونه دي چې په پرمختيايي چارو کې زياتې ګډې نظريې او د همکارۍ بالقوه ځواک لري. دواړه خواوې دې خپلمنځي واقعي همکارۍ پراخې کړي، د يو کمربند او يوې لارې له ګډې ابادۍ څخه په ګټې اخيستنې د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ، ډيجیټلي اقتصاد، اقليمي بدلون، نوې انرژۍ او طبي چارو په ساحو کې لا زياتې همکارۍ وکړي. چين په باربادوس کې د خپلو تصديو د پانګونې ملاتړ کوي. دواړه هېوادونه دې خپلمنځي انساني او کلتوري تګ راتګ پياوړی کړي.
صدراعظمې موتلي څرګنده کړه چې باربادوس تل د يو چين د پېژندنې پر اصولو ټينګار لري او د چين له اړوندې مفکورې سره موافق دی. باربادوس هيله لري چې د چين تجربې زده کړي او د نړۍ د پرمختګ، امنيت او تمدن وړانديزونو په پلي کولو کې مثبت ګډون وکړي. د دې تر څنګ باربادوس غواړي چې له چين سره د اقليمي بدلون، اوبو، ډيجیټلي اقتصاد او طبي چارو کې لا زياتې همکارۍ وکړي. باربادوس پر څواړخيزم ټينګار لري، د اړيکو له پرېکون سره مخالفت کوي او هيله لري چې له کارابين هېوادونو سره د چين د اړيکو هڅونه وکړي.
( سپوږمۍ)