د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین په تازه څرګندونو کې ویلي د سولې هوکړه به د شنبې په ورځ لاسلیکېږي او په دې برخه کې هېڅ راز تغیرات نه دي راغلي. دده په وینا د سولې هوکړې تر لاسلیک وروسته به افغان حکومت د طالبانو پنځه زره خو طالبان د افغان لوري زر کسه بندیان خوشي کوي او تر هغه وروسته به بین الافغاني خبرې پيلېږي. شاهین دغه راز ویلي چې د سولې هوکړه په قطر کې لاسلیکېږي او په دې اړه په ځانګړو جوړوو شوو مراسمو کې د اووه ویشتو هېوادونو استازي ګډون کوي. تر دې وړاندې امریکایي چارواکو هم ویلي چې ډېر ژر به له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک کړي خو دا تر اوسه نه ده په ډاګه شوې چې له امریکايي لوري به کوم چارواکی دغه هوکړه لاسلیک کړي. طالب لوري بیا ویلي چې ملا برادر د سولې پر هوکړه لاسلیک کوي.