د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي تازه یې د قطر د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن سره خبرې کړې دي. دده به وینا په دې خبرو کې تر ډېره په سیمه کې پر وروستیو پرمختګونو بحثونه شوي دي. پمپیو همدا راز له قطر مننه کړې چې د افغانستان د سولې په برخه کې یې ګڼې همکارۍ کړې دي. دده په خبره د افغان سولې د خبرو په کوربه توب، اسانتیا او پرمختګ کې د قطر همکاري د ستایلو وړ ده. نوموړي قطر په سیمه کې د امریکا نږدې او ښه ملګری هېواد بللی دی. پمپیو داسې مهال له قطري چارواکو سره خبرې کړې چې ټاکل شوې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه په دغه هېواد کې لاسلیک شي.