د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز مارک میلي وایي، د طالبانو په اړه یې ټولو اندېښنو ته پام دی خو نوموړي له دې ډلې سره د سولې تړون لاسلیکېدو ملاتړ کړی دی. میلي پرون د امریکا د کانګرس غونډې ته ویلي، دوی پوهېږي چې طالبان څومره وړتیا لري خو بیا هم ورسره د تړون د لاسلیک کېدو بشپړ ملاتړ کوي. نوموړي که څه هم د تړون پر لاسلیک ټینګار کړی دی خو زیاته کړې یې ده، دی د دې پلوی نه دی چې له دې ډلې سره دې استخباراتي معلومات شریک شي. ټاکل شوې ده چې د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې تړون سبا د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شي. ټرمپ تر دې مخکې ویلي، د تړون د لاسلیک کېدو په صورت کې به له افغانستان څخه خپل سرتېري وباسي خو په خبره یې دوی به په دې هېواد کې قوي استخباراتي حضور ولري څو له دې خاورې په نړیواله کچه د بریدونو مخنیوی وکړي.