د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، لر او بر یو افغان دی او پاکستان دې د پښتنو له یووالي د وېرې پر ځای د لر او بر یو افغان ناره ومني. نوموړي زیاته کړې، لر او بر یو تاریخي حقیقت دی، پاکستان او یا بل هر هېواد پر دې حقیقت سترګې نشي پټولی، ځکه د ده په خبره افغان د یو قوم نوم دی او دوی پر خپل قوم ویاړي. نوموړي زیاته کړې، دوی له پاکستاني حکومت سره له شرط پرته خبرو ته تیار دي. د پي ټي ایم مشر منظور پښتین د روان کال د جنوري میاشتې په ۲۷مه په پېښور کې د پاکستاني پولیسو له لوري د کرکې خپرولو په تور ونیول شو خو محکمه ونه توانېده ورباندې لګول شوي تورونه ثابت کړي او دوه ورځې وړاندې بېرته له بنده ازاد کړل شو. نوموړي زیاته کړې، دوی به په هیڅ صورت د خپلو حقونو لپاره له پیل کړې مبارزې لاس وانخلي.