د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي، د افغان سولې پروسه کې یې خپل رول په سمه توګه ادا کړی او په دې سره یې په دې هېواد کې ناممکن کار ممکن کړی دی. هغه زیاته کړې، دوی پرېکړه کړې ده چې د افغانستان په کورنیو چارو کې به لاسوهنه نه کوي. قریشي قطر ته د عمران خان د سفر په اړه ویلي، عمران خان به د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون لاسلیک مراسمو کې ګډون نه کوي او ښایي دی خپله په دغه غونډه کې د پاکستان استازولي وکړي. ټاکل شوې د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه دوه ورځې وروسته (شنبې) په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شي. ښایي د یادې هوکړې لاسلیک مراسمو کې د ملګرو ملتونو سازمان، اروپایي ټولنې او ۲۰ هېوادونو استازي ګډون وکړي. راپورونه وایي چې طالبانو هم دغو مراسمو ته خپل ۲۵ مشران بللي دي.