افغان ولسمشر اشرف غني وايي که طالبان د بندیانو خوشي کول غواړي نو د افغان حکومت شرطونه دې واوري. نوموړي نن په ننګرهار ولایت کې د خبرو پر مهال وویل چې طالبان تر بین الافغاني مذاکراتو وړاندې د بندیانو خوشي کول غواړي هغه څه چې افغان حکومت ته د منلو نه دي. دده په وینا که طالبان د بندیانو خوشي کول غواړي نو افغان حکومت هم خپل شرطونه لري چې طالبان یې باید واوري. هغه پر طالبانو نیوکه وکړه چې له بهرنیانو سره سوله کوي خو له افغان حکومت سره خبرو ته نه دي تیار. دده په خبره افغان وژنه جرم ده او طالبانو ته په کار ده چې د سولې لار خپله کړې. ولسمشر غني د ننګرهار له ولسونو سره ګڼې ژمنې هم وکړې او په خبره یې په دغه ولایت کې به د برېښنا تولید لوړ حد ته ورسېږي. دده په خبره په ملکي او نظامي ادارو کې به پراخ اصلاحات راولي او د ولایتونو والیانو ته به ګڼ نور صلاحیتونه هم ورکړي.