د المان لومړۍ وزیره انګلا مرکل وایي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دې له اروپایي ټولنې د نارضایتۍ له امله له کډوالو د فشار د الې په توګه کار نه اخلي. رویټرز اژانس د نوموړې له قوله ویلي، پوهېږي چې ترکیه د کډوالو برخه کې د اروپایي ټولنې مرستې ته اړتیا لري، خو په خبره یې د دې هېواد ولسمشر باید د خبرو اترو له لارې دا مسئله له اروپایي ملګرو سره شریکه کړي، نه په ګواښونو او خپګان. هغې ویلي، دې د اروپایي ټولنې د غړو هېوادونو له یو شمېر مشرانو سره هم خبرې کړې دي او غوښتنه یې ترې کړې چې له ترکیې سره پر کړیو ژمنو عمل وکړي. د یادونې ده چې اردوغان اروپایي ټولنې ته خبرداری ورکړی دی چې که له ترکیې سره پر کړو ژمنو عمل ونکړي نو کډوال به ورخوشې کړي.