د امریکایانو او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې تر لاسلیک یوازې یوه ورځ وروسته، په هېواد کې د طالبانو بریدونه هم پیل شوي دي. د راپورونو له مخې، د طالبانو نظامي کمېسیون خپلو وسله والو ته ویلي چې پر افغان ځواکونو خپلو بریدونو ته دوام ورکړي او له بهرنیو ځواکونو سره به د توافق له مخې چلند کېږي. بلخوا په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان د اورکم د دوام غوښتنه کړې ده. ناټو او اروپايي ټولنې هم د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي بیا پيلېدل غندلي دي. د امریکا د دفاع وزیر هم وایي چې تاوتریخوالی باید کم کړل شي او دایمي سولې ته دې لار هواره شي.
طالبانو او امریکایانو په خپلو کې د سولې هوکړه لاسلیک کړه. د هوکړې له لاسلیک سره سم اندېښنه دا وه چې ښایي له دې وروسته بهرني ځواکونه مصؤن وي، خو د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ به جګړه روانه وي. په تېرو دریو ورځو کې دا خبره ثابته شوه او طالبانو په ډېرو سیمو کې پر افغان ځواکونو بریدونه کړي دي. د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، له دوشنبې ورځې راهیسې وسله والو طالبانو په ۱۶ ولایتونو کې بریدونه کړي دي. په دې بریدونو کې د امنیتي ځواکونو تر څنګ، عامو وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، طالبانو په بلخ، بادغیس، اروزګان، زابل، جوزجان، لوګر، پکتیا، پکتیکا، وردګ، بلخ، لغمان، هرات، کندهار، هلمند، خوست، سرپل او تخار کې وسله وال بریدونه کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت مرستیالې ویاندې مروه امیني مسیر ورځپاڼې ته وویل چې د طالبانو په دغه بریدونو کې ملي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. د نوموړې په خبره، طالبانو په ۲۴ ساعتونو کې په ۱۶ ولایتونو کې ۳۳ بریدونه کړي دي. مروه زیاتوي: «له بده مرغه په دې بریدونو کې ۶ ملکیان شهیدان شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.»
د تاوتریخوالي له پیل سره سم ملګري ملتونه په افغانستان کې د اورکم د دوام غوښتونکي دي. په کابل کې د ملګرو ملتونو استازی تادامیچي یامامتو وایي، د اورکم دوام دایمي اوربند ته زمینه برابروي او د عامو وګړو د وژنې او ځورېدنې مخنیوی کوي. د نوموړي په خبره، ښکېلو غاړو ته پکار ده چې د سولې د راتګ او باور جوړولو لپاره د اورکم موده وغځوي. د یونما مشر وایي چې دایمي سوله یوازې د خبرو له لارې راتللی شي او بریالي مذاکرات هغه مهال تر سره کېږي چې اورکم تر اوربند پورې ورسول شي.
بلخوا په کابل کې د اروپايي ټولنې استازي رولانډ کوبیا هم د اورکم پر دوام او د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار کوي. هغه وايي: «که چېرته د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي د بیا پیلېدو رپوټونه تایيد شي، دا به د هغې هوکړې سره په ټکر کې وي چې په دوحه کې لاسلیک شوه.»
تر دې وړاندې په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر هم د تاوتریخوالي د کمولو او اورکم د دوام غوښتنه کړې وه. د مېلر په خبره، طالبان باید پر هوکړه عمل وکړي، له جګړو لاس واخلي، بین الافغاني خبرو ته کېني او تاوتریخوالی راکم کړي. وسله والو طالبانو بیا د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو خپلو وسله والو ته یې پر افغان ځواکونو د بریدونو امر کړی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وایي چې له بهرنیو ځواکونو سره د هوکړې مطابق چلند کېږي. په دې مانا چې پر دوی به بریدونه نه کېږي، خو له افغان لوري سره به جګړه روانه وي.
د امریکا د دفاع وزیر مارک اېسپیر هم پرون په یوه خبري غونډه کې د دې غوښتونکی شو چې اورکم دوام وکړي او په افغانستان کې روانه جګړه د مذاکراتو له لارې حل کړل شي. هغه ویلي، دوی د هوکړې عملي کولو ته ژمن دي او د خپلو ځواکونو د وتلو لومړني اقدامات به پيلوي.