په ټولنیزو رسنیو کې طالبانو ته منسوب داسې لیکلي او غږیز پیغامونه خپریږي چې هغوی پکې د اورکم پړاو د ختمېدو خبره کوي او خپلو وسله والو ته وايي چې پر افغان ځواکونو بریدونه بیا پیل کړي. په دغو پيغامونو کې ویل شوي چې بریدونه به پر بهرنیو ځواکونو باندې نه کېږي. طالبانو په رسمي ډول په دې تړاو څه نه دي ویلي او نه یې هم دا پيغامونه تایید کړي، خو د طالبانو مخالفین او ځینې ناپېیلي کسان په دې تړاو اندېښنې ښي او طالبان ملامتوي.
د جګړې د پیل او د اورکم د ختم رسمي اعلان نه دی شوی او خلک هم تمه لري چې بیا جګړه پيل نه شي، خو پرون ورځ په ځینو ځایونو کې بریدونه شوي او داسې ښکاریږي چې دا کار پر افغان حکومت د فشار راوړلو لپاره کېږي. طالبان؛ حکومت له دې امله پړ ګڼي چې د بندیانو د نه خوشې کولو له لارې د سولې په لاره کې خنډونه جوړوي. په همدې تړاو د طالبانو په رسمي وېب پاڼه کې په یوه لیکنه کې چې د دوی رسمي نظر څرګندوي، پر حکومت توندې نیوکې شوې دي او د اشرف غني د دریځ د ناوړه پایلو په تړاو ګواښ هم پکې شوی دی. په دې لیکنه کې په واضح ډول ویل شوي چې که اشرف غني مقاومت کوي، نو جګړه به پیلېږي او پړه به یې بیا خپله د دوی په خبره، د کابل ادارې پر غاړه وي. په لیکنه کې ویل شوي: «دا چې په دې وختونو کې د اورکم شپې ورځې پای ته رسېدلې دي او داسې ښکاري چې ځینې ځایونه خال خال بریدونه هم شوي، د دې پر ځای چې چارواکو د اورکم دا اونۍ پسې غځولې وای، ترڅو یو دایمې اوربند ته لاره موندل شوې وای، خو هغوی برعکس د اور بلولو او ډېرولو ته مټې را بډ وهلې دي.» له دې لیکنې واضح ښکاري چې طالبان غواړي د اشرف غني دریځ ته غبرګون وښيي او په بریدونو سره پر هغه فشار راوړي او داسې پيغام ورکړي چې که دا بندیان نه خوشې کېږي او اشرف غني همداسې شرطونه وړاندي کوي، نو دوی جګړه بیا پیلوي.
اوس ویلی شو چې د جګړې د بیا پیل وېره جدي ده. له بده مرغه دواړه لوري لا هم د سولې پر ځای د زور او جګړې خبرې کوي. د دې پر ځای چې د حسن نیت لپاره مثبت ګامونه واخیستل شي، دواړه اړخونه هڅه کوي چې پر یو بل تورونه ولګوي او فضا خرابه کړي. حکومت پر طالبانو له پاکستان سره د اړیکو تور لګوي، دا نه کوم نوی تور دی او نه هم داسې ده چې خلک په دې اړه معلومات نه لري، خو اوس یې مطرح کول یوازې د سولې د تخریب لپاره کېږي. طالبان هم حکومت ګوډاګی او پردی ګڼي، دا هم کومه نوې خبره نه ده او خلک په دې اړه خپل معلومات او قضاوت لري، خو دا ډول خبرې د سولې پر ځای د جګړه ییزې فضا له واکمنېدو سره مرسته کوي.
حکومت او طالبان دواړه باید نور پر دې ولس رحم وکړي، اوس یو مهم ګام اخیستل شوی، دوی باید خپل ضد او پردۍ اجنډاوې پرېږدي، حسن نیت څرګند کړي او داسې ګامونه واخلي چې له سولې او ثبات سره مرسته وکړي.