د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر د چین هېواد له سفیر جاو شینګ سره کتلي دي.دغه وزارت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د مس عینک او امو دریا د پروژې پر وړاندې پر شته ستونزو خبرې اترې کړې دي. سرچینې زیاته کړې، چې په کتنه کې د دغه دواړو پروژو د چارو پر چټکتیا ټينکار شوی دی.