د لوړو زده کړو وزارت سرپرست میدان وردګو ته د سفر په ترڅ کې د وردګ پوهنتون لپاره د ۴۰ میلیونو افغانیو په لګښت د احاطوي دېوال د جوړولو د چارو پرانیسته وکړه. د لوړ زده کړو سرپرست وزیر وویل، چې سرپرست حکومت په هېواد کې د لوړو زده کړو لپاره د هر ډول آسانتیاوو برابرولو او د پوهنتونونو د بیارغونې هڅې پیل شوې دي. نوموړي زیاته کړه، چې د ټولو پوهنځيو لپاره د هېواد په کچه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یو عصري نصاب جوړولو لپاره کار روان دی. هغه د پوهنتون استادانو څخه غوښتنه وکړه، چې په پوره اخلاص، صداقت او په اسلامي روحیه د هېواد بچیان وروزي.