د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده مورګان اورتوګوس وایي هند پوره دوه لسیزې په افغانستان کې د امریکا د ماموریت ملګرتیا کړې ده او ددغه هېواد په جوړونه او پرمختګ کې یې د پام وړ ګامونه اوچت کړي دي. د نوموړې په وینا امریکا هیله لري چې د هند او امریکا دغه ملګرتیا لسیزې دوام وکړي. مورګان پر هندي حکومت غږ کړی چې په افغانستان کې په رغونه او پراختیا کې خپله همکاري نوره هم ډېره کړي. نوموړې هند ته د ټرمپ سفر هم د اړیکو په پراختیا کې مهم بللی دی او په وینا یې دواړه هېوادونه به په سیمه کې د ترهګرۍ ضد مبارزې او پرمختګونو په برخه کې سره همکاري کوي.