د ترکیې په وان سیند کې له اتیا تنه سپرلۍ سره د ډوبې شوې کښتۍ د ۵۹ کسانو جسدونه موندل شوي دي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي چې د موندل شویو له ډلې د ۲۹ هغو جسدونه پېژندل شوي دي. ګران هېواد وایي، پېژندل شویو جسدونو کې ۱۷ یې افغانان دي چې درې به یې نن شپه، څلور سبا او لس نور به د جمعې په ورځ کابل ته را ولېږدول شي. بهرنیو چارو وزارت له هېوادوالو غوښتنه کړې چې خپل ژوند دې په لوی لاس انساني قاچاق کوونکو ته نه ډالۍ کوي او له غیر قانوني لارو دې بهر ته له تګه ډډه وکړي. د راپورونو له مخې په دغه پېښه کې ۲۴ افغانان مړه شوي چې تر اوسه یې یوازې د ۱۷ هغو جسدونه موندل شوي دي.