د پکتيا سيمه اييز چارواکي وايي، چې د ياد ولايت په ډنډپټان ولسوالۍ کې پاکستان غځېدلې د خرلاچي لاره د هر ډل ټرانزيټ او تګ راتګ لپاره وتړل شوه. چارواکي زياتوي، چې دغه لاره د خيبر پښتونخوا په کرمه ايجنسۍ کې د سني او شيعه ډلو ترمنځ د جګړې له امله تړل شوې ده. چارواکو له هېوادوالو غوښتي، چې تر بلې خبرتيا دې پر دې لاره له تګ راتګ څخه ډډه وکړي. شاوخوا دوې مياشتې مخکې هم په کرمه ايجنسۍ کې د جګړو له امله دغه لار تړل شوې وه.