د افغانستان کرکټ ملي لوبغاړي له هغه اعلان وروسته – چې د چين په اسيايي لوبو کې يې له پاکستانه ګټلی د سپينو زرو مډال پلوري او پیسې يې له پاکستانه راغلو کډوالو ته ورکوي – يو شمېر افغانانو د دغه مډال د اخيستو اعلانونه کړي دي. د نوموړي په دې اعلان يو شمېر افغانانو خوښې څرګنده کړې ده. د هغه له اعلان وروسته د هېواد وتلي سندرغاړي میر خان مقري د دغه مډال د اخيستو اعلان وکړ او ويې ويل چې دی يې درې زره ډالره اخیستو ته تيار دی. په ورته مهال بيا د افغانستان د کرکټ یوې مینه والې وژمه ایوبي هم وويل، چې د فرید ملک د سپینو زرو مډال په پنځه زره ډالرو اخلي. دغه راز د هېواد د يوه ټرانسپورټي شرکت مشر ګلریز شېرزاد بيا نور هم لوړه بيه ټاکلې او ويلي يې دي چې ياد مډال په ۵۵۰۰ ډالرو اخلي. دغه راز د خالد معصوم په نامه یو بل افغان ځوان بيا وایي چې دی په ۶۰۰۰ ډالرو اخلي او پیسې یې کډوالو ته ورکوي.