د مزارشریف ښاروالۍ مسوولين وايي، چې په دغه ښار کې به روان کال د ۲۵۰ میلیونو افغانيو په ارزښت ۲۰ پراختيايي پروژې پلې شي. په ورته مهال د مزارشریف ښاروالۍ لخوا د دغه ښار په شپږمه ناحیه کې د آدینه جومات ګذر سړک د پخولو چارې د ۸ میلیونو افغانیو په لګښت پیل شوې. د مزارشریف ښاروال ويلي، چې دغه سړک ۴۳۵ مترو په اوږدوالي او ۱۰ متره سور سره د مزار شریف ښاروالۍ له خوا په پاخه او اساسي ډول رغول کېږي. نوموړي زياته کړې، چې هڅه کوي د ژمي له راتګه مخکې د مزارشریف ښار تخریب شویو سیمو ته پوره پام وکړي.