یو پاکستانی سناتور وايي د پاکستان حکومت اوس افغانستان ته د یوه خپلواک هېواد په سترګه ګوري. پاکستاني سناتور مشاهد حسین چې په پاکستان کې یې پر مهمو څوکیو کار کړی له جیو نیوز سره په خبرو کې ویلي، یو وخت د پاکستان واضح پلان و چې افغانستان باید زموږ پنځمه صوبه وي. دده په خبره د ضیاالحق د حکومت پر مهال پر دې بحثونه کېدل چې د پاکستان په خزانه کې د پنځمې صوبې لپاره بودیجه ځانګړې شي، خو اوس پاکستانی حکومت دې ته تیار دی چې افغانستان ته د یوه مستقل هېواد په سترګه وګوری. دده په خبره اوس پاکستان له افغانستان سره ښې اړیکې لري او د یوه ښه ګاونډي په سترګه ورته ګوري. مشاهد حسین ټینګار کوي چې پاکستان اوس په افغانستان کې د لاسپوڅي حکومت له جوړولو لاس په سر شوی دی.