د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزارت وايي، پاکستان دې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو پرتو خلکو ته د پخوا په څېر د ازاد تګ راتګ اجازه ورکړي. د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ويلي، د پاکستان حکومت غواړي چې د چمن-بولدک د لارې تېرېدونکي خلک د پاسپورټ او ويزې په لرلو مکلف کړي، چې دا د تاریخي او ځمکنیو واقعیتونو خلاف عمل دی. نوموړي زياته کړې، چې دغه پرېکړه د دواړو غاړو خلکو ته د زياتو ستونزو لامل کېږي او په زرګونو خلکو د دې موضوع په اړه لاريونونه کړي او لا هم روان دي. د هغه په وينا، اوږدې جګړې د سیمې له خلکو ډېر فرصتونه اخیستي او د دوی ازاد تګ راتګ د دواړو هېوادونو په اقتصادي تحرک کې مثبت رول لوبولی شي. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان حکومت ويلي وو چې د نوامبر له لومړۍ نېټه څخه به پر دغه لار یوازې پاسپورټ او ويزه لرونکي خلک تګ راتګ وکولی شي.