د امریکا د استازو جرګې مشره نانسي پلوسي وایي، له ولسمشر ټرمپ سره له دې امله جدي ستونزه لري چې هغه یو دروغجن انسان دی او په ټول عمر یې یوه خبره هم رښتیا نه ده کړې. نوموړې زیاته کړې، ټرمپ نه یوازې دا چې یو دروغجن دی، اساسي قانون ته درناوی نلري او ماشومان یې له ګواښ سره مخ کړي دي. پلوسي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، ټرمپ د امریکا د تاریخ تر ټولو خطرناک او داسې ولسمشر دی چې هیڅ اصل ته ژمنتیا نلري. د ټرمپ دې سرسختې مخالفې پر ډیموکراټانو غږ کړی دی چې باید په ټول توان د دې کس پر وړاندې ودرېږي ځکه چې په وینا یې امریکایان په راتلونکې دروه کې د داسې بې بندوباره ولسمشر د زغملو توان نلري.