د روغتیا نړیوال سازمان تازه خبرداری ورکړی دی چې بانکنوټونه هم د کرونا وژونکی ویروس لېږدولی شي. یاد سازمان د تېرې دوشنبې په ورځ راپور ورکړی دی چې پیسې هم کولی شي دا ناروغي ولېږدوي او خلکو ته یې سپارښتنه کړې ده چې د نغدي پیسو د کارولو پر ځای دې د خپلو تادیاتو لپاره له ټکنالوژي کار واخلي. د دغه سازمان د راپور له مخې، هلته چې خلک د خپلو تادیاتو لپاره ټکنالوژي ته لاسرسی نلري باید د نغدو پیسو تر کارولو وروسته خپل لاسونه په سم ډول ووینځي. د بریتانیا بانک بیا که څه هم د نغدو پیسو له لارې د دې ساري ناروغۍ د خپرېدو احتمال ضعیف بللی دی خو خلکو ته یې سپارښتنه کړې چې د دې ناروغۍ مخنیوي لپاره د بانکنوټونو تر کارولو وروسته د لاسونو وینځل اړین دي.