ټاکل شوې چې د افغانستان د فوتبال ملي لوبډله نن په دوحه کې د قطر له ملي لوبډلې سره مخامخ شي. د افغانستان د فوتبال فدراسیون ویلي، چې دغه لوبه د ۲۰۲۶ کال د فوتبال د نړیوال جام لپاره د مقدماتي لوبو د دويم پړاو په ترڅ کې ترسره کیږي. له قطرسره دې لوبې ته په افغان لوبډله څو نوي لوبغاړي شامل شوي. د افغانستان د فوتبال ټیم مشرروزنکي اشلي مایکل ویلي، لوبډلې یې دې لوبې ته ښه تیاری نیولی د اسیا جام له اتل سره له لوبې وېره نه لري. د افغانستان ټیم په دې پړاو کې له قطر، کویټ او هند سره په یوه ګروپ کی دی.