د راپورونو له مخې د امریکا په تینیسي ایالت کې د تورنادو په نامه سخت توپان له امله ۲۴ کسان مړه شوي دي. د دې بادونو شدت دومره ډېر دی چې کورونه، موټر او ان الوتکې یې هم زیانمنې کړې دي. دا توپان نن سهار هغه مهال پیل شوی دی چې خلک په درانه خوب ویده وو. که څه هم وړاندې تر دې خلکو ته د دې توپان په اړه معلومات ورکړل شوي وو خو خلکو ویلي چې دوی په دومره شدت د دغه توپان په اړه معلومات نه لرل. د یاد ایالت چارواکي وایي چې تورنادو توپان د سر زیان سربېره درانه مالي زیانونه هم اړولي او په زرګونو خلک یې له برېښنا محروم کړي دي.