د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ننګرهار په بهسود، رودات، چپرهار، ګوشته، سرخ رود، غني خېل، لعلپوره، بټي کوټ، کوزکونړ او کامه ولسوالیو کې بڼوالو لپاره د نویو بڼونو جوړولو چارې پیل شوې دي. د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رییس عبدالستار محمد وویل چې د کرنې وزارت د ۲ میلیونه او ۲۵۰ زره افغانیو په مالي لګښت په لسو ولسوالیو کې د موتیاګل، ستروسو او خرما بڼونو جوړولو چاری پیل کړې دي. نوموړي زیاته کړه، چې د ستروسو، موتیاګل او خرما ۳۰ جریبه بڼونه جوړوي چې لس جریبه خرما، لس جریبه ستروس او لس جریبه موتیاګلانو بڼونه به په کي شامل دي. د هغه په خبره، هر کال د ننګرهار کرنې ریاست سره په همغږۍ همکارې پروژې او مؤسسو په لسګونه جریبه ځمکه بڼوالي ترسره کوي.